د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د هغه راپور په اړه غبرګون ښودلی، چې پکې ویل شوي وو ملا عبدالغني برادر د ډونالډ ټرمپ تلیفوني اړیکه پرې کړې وه.
خو زلمي خلیلزاد په خپله د اېکس پاڼه لیکلي، چې دا خبرې دوستانه، رغوونکې وې او د درناوي په فضا کې پای ته رسېدلې.
هغه زیاته کړې:یو مسلکي ژباړن، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا ګمارل شوی و، د خبرو ژباړه ترسره کړه.
خلیلزاد په خپل پیغام کې پر هغو رسنیو هم نیوکه کړې، چې د ده په وینا، د واقعیت له نهپوهېدو سره سره راپورونه خپروي.
نوموړي ویلي:که څوک نه د واقعیت خبر ولري، نه د پرېکړهکوونکو لاسرسی ولري، او نه د حقیقتپال خبریالۍ اصولو ته ژمن وي، طبیعي ده چې د ‘جعلي خبرونو’ پناه اخلي.


























