د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ویلي، د امریکا د پوځي ځواکونو د زیاتېدونکي حضور په ځواب کې یې د هېواد سټراتېژیکې وسلې ډېرې کړې او د پوځي فعالیتونو د لا پراخېدو اعلان یې کړی دی.
د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس KCNA نن راپور ورکړی چې کیم جونګ اون د پوځ لوړپوړو قوماندانانو ته ویلي، هېواد یې اوس د ټولو هغو سیمو پر څار تمرکز کړی چې له هغو څخه یې ګواښونه متوجې دي.
د راپور لهمخې، د شمالي کوریا پوځ په وروستیو اونیو کې د وسلو څو ازموینې ترسره کړې او د بالستیک توغندیو د لا پرمختللي سیستم پر جوړولو یې کار ته دوام ورکړی دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې د امریکا او جنوبي کوریا ګډ پوځي تمرینونه د پیونګ یانګ له لوري «پارونکی اقدامات» بلل شوي او د سیمې د امنیتي فضا د خرابېدو لامل ګرځېدلي دي.






























