هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د هند د سفر پر مهال به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د لوړېدو او د سفارتونو د فعالېدو کچې په اړه خبرې اترې وشي.
راپورونه وايي، په دې سفر کې به د دواړو هېوادونو د کونسلي خدمتونو د پراخېدو او زیاتېدو موضوع هم د بحث برخه وي.
د معلوماتو له مخې، متقي به د روانې اکټوبر میاشتې له ۹مې تر ۱۶مې پورې په هند کې وي، او تمه ده چې د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزیر ډاکټر جی شنکر او د ملي امنیت شورا له سلاکار اجیت دېول سره وګوري.
د هند او افغانستان اړیکې له ۲۰۲۱ کال وروسته تر ډېره سیاسي ټیټې شوې وې، خو دا به د اسلامي امارت د واکمنۍ له پیل راهیسې د لوړپوړي افغان چارواکي لومړنی رسمي سفر وي چې په دې کچه ترسره کېږي.
سیاسي شنونکي دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو او د سیمهییزو اړیکو د بیا راژوندي کېدو په لور یو مهم ګام ګڼي.






















