د ټېکنالوژۍ مشهور امریکایي میلیاردر ایلن ماسک، د «امریکا ګوند» په نوم یو نوی سیاسي ګوند جوړ کړی دی.
ماسک ویلي، د دغه ګوند اصلي هدف د خلکو د ازادۍ، اقتصادي عدالت او د «ریښتینې ولسواکۍ» دفاع ده. نوموړي زیاته کړه: دا ګوند به د خلکو غږ لوړ کړي، نه د سیاسي اشرافو.
ایلن ماسک دا پرېکړه وروسته له هغې وکړه، چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ نوی مالیاتي قانون لاسلیک کړ. ماسک دغه قانون سخت وغانده او ویلي، د ټرمپ مالیاتي قانون به امریکا له اقتصادي ماتې سره مخ کړي.
ماسک په تېرو کلونو کې له سیاسي بحثونو څخه ډېر زیات فعاله پاتې شوی او پر ټولنیزو شبکو یې وخت نا وخت پر حکومت نیوکې کړې دي. دا لومړی ځل دی چې نوموړی رسماً سیاسي ډګر ته داخلیږي.




























