د ننګرهار ولایت مقام رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د یکشنبې په ورځ د دره نور ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د سختو بارانونو او ږلۍ له امله سېلابونه راوتلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې سېلابونو ګڼې کرنیزې ځمکې لهمنځه وړي او بزګرانو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې په سېلاب کې بند پاتې یو ځوان د ځايي خلکو له لوري ژغورل شوی دی.
همداراز ویل شوي چې تېره ورځ د جلال اباد ښار ترڅنګ په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم زورور توپانونه تېر شوي، خو د دغو پېښو د زیانونو په اړه تر اوسه رسمي جزییات نه دي خپاره شوي.






















