د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، امریکا باید بګرام هوايي ډګر ساتلی وای، ځکه دا د نړۍ تر ټولو ځواکمنه اډه او د چین اټومي تأسیساتو ته نږدې وه. هغه د افغانستان پرېښودل او وسلو پرېښودل د امریکا تر ټولو شرموونکې شېبه بللې او ویلي یې دي چې دا تجهیزات باید پاکستان یا هند ته انتقال شوي وای.
ټرمپ پر د پوځ پخواني مشر مارک میلی، ، سختې نیوکې کړې او ویې ویل چې د تجهیزاتو پرېښودو پرېکړه یې احمقانه وه. پنتاګون ویلي، اسلامي امارت له پاتې تجهیزاتو څخه میلیاردونه ډالره ارزښت ترلاسه کړی، خو اکثره یې به ژر له کاره ولوېږي. دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت ویلي هغه تجهیزات چې د امریکا له وتلو وروسته په افغانستان کې پاتې وو، د دوی لپاره جنگي غنیمت ګڼل کېږي.
اسلامي امارت زیاتوي، چې دا تجهیزات یې د هېواد د ملي امنیت، سرحدونو ساتنې، او د داخلي نظم ټینګښت لپاره کارولي.




























