د هغو راپورونو له خپرېدو وروسته چې ګواکې چین د ایران او اسراییل ترمنځ د اوربند له اعلان وروسته ایران ته پرمختللي هوايي دفاعي سیسټمونه لېږلي دي، د چین سفارت په اسراییل کې دغه ادعاوې په کلکه رد کړې دي.
په یوه رسمي اعلامیه کې، د چین سفارت ویلي چې دا ډول راپورونه “بېاساس او ناسم” دي او هدف یې د چین له نړیوال سیاست سره د تضاد فضا رامنځته کول دي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې چین تل د سولې، ثبات او بېطرفۍ اصول تعقیب کړي او هڅه کوي د سیمې کړکېچونه د خبرو له لارې حل شي.
تر دې وړاندې، ځینو غیر رسمي سرچینو ادعا کړې وه چې چین له اوربند وروسته ایران ته پوځي تجهیزات، په ځانګړي ډول هوايي دفاعي سیسټمونه، لېږلي دي.


























