د ننګرهار د رسنیو دفتر خبر ورکړی چې تېره شپه د دغه ولایت د شینوارو ولسوالۍ د ۲۸مې ویالې په سیمه کې پاکستاني ډرون الوتکو د “شاه سوار” په نوم د یوه بېوزله ملکي وګړي پر کور دوه بریدونه کړي دي.
په دې برید کې درې ماشومان او یوه مېرمن ټپیان شوي چې روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ بلل شوی دی.
په همدې حال کې د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی ویلي، چې دا ډول بریدونه به د سیمې پر ثبات او امنیت منفي اغېز ولري.
له بلې خوا، له خوست ولایت څخه راپورونه وايي چې تېره شپه پاکستاني ډرون الوتکو د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د سپلګین سفره کلي کې د “محمد نعیم” په نوم د یوه قومي مشر کور په نښه کړی دی. د برید په پایله کې دوه ماشومان شهیدان شوي دي.
یادونې وړ ده، چې پاکستاني پوځ له دې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د پاکستاني طالبانو په پلمه د ملکي وګړو پر کورونو بریدونه کړي چې له امله یې مرګژوبلې رامنځته شوې دي.






















