د کابل د چاپېریال ساتنې ریاست د عبدالفتاح «فاتح» په مشرۍ او د کابل د امنیې قوماندانۍ په همکارۍ، په یولسمه او پنځلسمه ناحیه کې د ګرځنده لوت سپیکرونو د ټولولو پروګرام پيل کړ.
یاد سپیکرونه چې د لاس پلورنکو لخوا کارېدل او د غږیز ککړتیا له امل یې د خلکو د آرامښت اخلال کاوه، د چاپېریال ساتنې له لوري ضبط او ټول شول.
عبدالفتاح فاتح، د کابل د چاپېریال ساتنې سرپرست رییس ویلي، د ملي ادارې له لوري د خبرتیا تر خپرېدو وروسته، په ښار کې د ګرځنده سپیکرونو کارول منع اعلان شوي او د سرغړونې په صورت کې به له سرغړونکو سره قانوني چلند کېږي.
د نوموړي په وینا، دا اقدام د غږیز ککړتیا د مخنیوي د مقرره د تطبیق او د ښاریانو لپاره د یوه آرام او سالم چاپېریال د رامنځته کولو په موخه ترسره کېږي او په نورو ناحیو کې به هم دوام ومومي.
























