د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو رسمي پلاوی د یاد وزارت د مرستیال وزیر، ښاغلي صدراعظم عثماني په مشرۍ د ترکیې هېواد ته ولاړ. دغه سفر د ترکيې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (TİKA) په رسمي بلنه ترسره شوی دی.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، په پلاوي کې د کرنیزو څېړنو لوی رییس، د وزارت د دفتر رییس، حقوقي سلاکار او یو تخنیکي ټیم شامل دي. د سفر موخه د کرنیزو څېړنو مرکزونو لیدنه، د نوې تجربو ارزونه او د دواړو هېوادونو د متخصصینو ترمنځ د نظرونو تبادله ده.
یاد سفر تمه کېږي چې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د کرنیزو څېړنو، تجربو شریکولو او د تخنیکي ظرفیتونو د لوړولو په برخو کې د نوو همکاریو لپاره زمینه برابره کړي.






























