د خيبرپښتونخوا اعلی وزير، علي امين ګنډاپور ويلي دي چې د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي او هغه کسان چې د تېرې شپې په زلزله کې ټپيان شوي، کولای شي د درملنې لپاره پېښور ته ولاړ شي.
ښاغلي ګنډاپور زياته کړه، که اړتيا وي او غوښتنه ترې وشي، نو زلزله ځپلو سيمو ته به د روغتيايي ډلو د استولو چمتووالی هم ونيسي.
د نوموړي په خبره، د خيبرپښتونخوا حکومت د افغانستان له خلکو سره د همکارۍ او مرستې اراده لري او د سختو شېبو پر مهال به ورسره هر ډول لازمه مرسته کوي.




















