په روسیې کې د شاهین د ساتنې درېیم نړیوال فورم د فار ایسټرن فدرال پوهنتون په کوربهتوب پیل شو چې پکې د افغانستان پلاوي د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د عمومي رئیس مولوي مطیعالحق خالص په مشرۍ ګډون وکړ.
مولوي خالص په خپله وینا کې وویل چې افغانستان د نادرو ښکارکوونکو مارغانو طبیعي ټاټوبی دی او د هغوی ساتنه یوازې چاپېریالي اړتیا نه، بلکې د فرهنګي او دیني ارزښتونو یوه برخه ده. نوموړي ټینګار وکړ چې اسلامي امارت د طبیعي شتمنیو د ساتنې په برخه کې له سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو سره ګډ کار ته ژمن دی.
په دې نړیواله غونډه کې د نادرو مارغانو د ساتنې لارې چارې، د غیرقانوني ښکار د مخنیوي تدابیر، د ټکنالوژۍ ګټې او د ایکو-توریزم پراختیا د اجنډا مهم ټکي بلل شوي دي.
د افغانستان پلاوي د هېواد د ملي ستراتیژیک پلان او د ژوند بڼو ملي ستراتیژۍ (NBSAP) یادونه وکړه او څرګنده یې کړه چې دا به د طبیعي شتمنیو د ساتنې او د ایکو-توریزم د ودې لپاره عملي چوکاټ برابر کړي.
په سږني فورم کې د “شاهین مارغانو نړیوال لیلام” هم ترسره کېږي چې عواید به یې د شاهین کورنۍ د ساتنې مرکزونو، څېړنو او د اکولوژیکي ګرځندوی د ودې لپاره ولګول شي.
د افغانستان ګډون په دغه نړیوال فورم کې د هېواد لپاره یو ارزښتناک ډیپلوماتیک او چاپېریالي ګام بلل کېږي.


























