د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش خبرداری ورکړی، چې په غزې ښار کې د اسراییل نوي عملیات کولای شي د پراخې مرګ ژوبلې او ویجاړۍ لامل شي. هغه همداراز د بندیانو د سمدستي خوشې کېدو او په لوېدیځه غاړه کې د ناقانونه ښارګوټو د جوړېدو د پلان د بندېدو غوښتنه کړې ده.
ګوترېش دغه څرګندونې وروسته له هغې کړي، چې تېره ورځ د اسراییل پوځ اعلان وکړ، چې ځواکونو یې په جبالیه او د غزې ښار په شاوخوا سیمو کې نوي عملیات پیل کړي دي.
د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، روانې جګړې تر اوسه لږترلږه ۶۰ زره فلسطینیان شهیدان کړي دي، په داسې حال کې چې اسراییل د غزې تړانګې شاوخوا ۷۵ سلنه برخه کنټرولوي.


























