د جرمني په وانګن ښار کې یو ۲۷ کلن افغان کډوال هغه مهال ووژل شو چې هڅه یې کوله پر پولیسو د چړې برید وکړي.
د جرمني پولیسو د راپور له مخې، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې دوه افسران غوښتل یاد کډوال د ځينو تورونو له امله زندان ته ولېږي. چارواکو ویلي، برید کوونکي یو پولیس سخت ټپي کړی، چې دا مهال روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
پولیسو په ځوابي ډزو کې برید کوونکی ځای پر ځای وژلی دی. چارواکي وايي چې پېښه تر څېړنې لاندې ده او نور جزئیات به وروسته له رسنیو سره شریک شي.
























