د ننګرهار ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې تېره شپه یوه دردناکه پېښه رامنځته شوې ده. د امنیې قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد وايي، چې د سلطانپور په سیمه کې نامعلومو وسلهوالو د یوې کورنۍ پر غړیو د وسلې او چاقو برید کړی دی، چې په پایله کې یې د کورنۍ شپږ تنه په بېرحمانه ډول وژل شوي دي.
د حماد په وینا، په وژل شویو کسانو کې یو سپینږیری، یوه ښځه او څلور ماشومان شامل دي، چې درې یې نجونې او یو یې هلک دی. دغه پېښه نه یوازې د کورنۍ، بلکې د ټولې سیمې خلکو ته ژوره غمیزه ګڼل کېږي.
هغه زیاتوي، چې امنیتي ځواکونه سمدستي د پېښې ځای ته رسېدلي، سیمه یې کلابنده کړې او د عاملینو د پېژندلو او نیولو په موخه څېړنې روانې دي. د وژل شویو کسانو جسدونه عدلي طب ته لېږدول شوي تر څو اړوند قانوني پروسې بشپړې شي.
د کورنۍ خپلوان او ګاونډیان وايي، دوی له هېچا سره دښمني نه لري او د پېښې لامل ورته روښانه نه دی. برید کوونکي له سیمې تښتېدلي، خو د امنیتي ارګانونو له خوا یې جدي پلټنه روانه ده.
امنیتی چارواکي خلکو ته ډاډ ورکوي، چې د دا ډول جنایي پېښو عاملین به ډېر ژر ونیول شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي، څو د نورو لپاره عبرت وګرځي.


























