د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په تازه درېجانبه ناسته کې د تېرو غونډو پرېکړې بیا وکتل شوې او د سیاسي، اقتصادي او ترانزیټي اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې.
د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په دې ناسته کې څرګنده کړه، چې د افغانستان بهرنی سیاست اقتصادمحور اعلان شوی او هڅه روانه ده څو د امنیتي ننګونو روایت د افغانستان د اقتصادي څلورلارې په روایت بدل شي. نوموړي زیاته کړه، چې درې واړه هېوادونه د پام وړ ظرفیتونه لري او باید په سمه توګه ترې ګټه واخیستل شي.
په اعلامیه کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي له قوله راغلي، چې د کابل او بېجنګ اړیکې په پراختیا کې دي. نوموړي همداراز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو د لوړولو (تر کچې سفیر) هرکلی وکړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار په خپلو خبرو کې وویل، چې د دغسې درېجانبه ناستو ترسره کېدل د همکاریو د پراخېدو لپاره یو ښه فرصت دی.


































