اسلاماباد – پاکستان په رسمي توګه د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۶ میلادي کال د نوبل سولې جایزې لپاره نومولی دی. د فاکس نیوز د نړیوالې خبري شبکې د راپور له مخې، دغه پرېکړه د ټرمپ د «پرېکنده دیپلوماټیکې مداخلې» او د هند او پاکستان ترمنځ د وروستي کړکېچ پر مهال د هغه د مشرۍ او منځګړیتوب رول ته په کتو شوې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ټرمپ هغه مهال هڅې وکړې چې د دواړو اتومي ګاونډیانو ترمنځ کړکېچ پراخ نه شي، او دا اقدامات یې د سیمې د ثبات لپاره مهم وبلل.
اسلاماباد ټینګار کړی چې د ټرمپ هڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره مهم رول لوبولی او د ممکنه جګړې مخه یې نیولې ده.
نوبل د سولې جایزه یوه له سترو او معتبرو نړیوالو جایزو څخه ده، چې هر کال هغو شخصیتونو ته ورکول کېږي چې د سولې د ټینګښت، شخړو د حل او بشري ارزښتونو د ودې لپاره یې عملي او اغېزمنې هڅې کړې وي.
د نوبل کمیټه به د ۲۰۲۶ کال د جایزو ګټونکي راتلونکې کلنۍ غونډې کې اعلان کړي.




























