د ایران حکومت اعلان کړی چې د دغه هېواد په کاري بازار کې د قانوني مېشتو بهرنیو کډوالو، په ځانګړي ډول افغانانو، د وضعیت ښهوالي په موخه، یو نوی بهیر پیل شوی چې له مخې به یې هغو کارګرو ته چې په بېلابېلو برخو کې بوخت دي، ځانګړي “کاري کارتونه” ورکړل شي.
د ایران د کار، ټولنیزې هوساینې او همکارۍ وزارت د کاري نوښتونو او ګومارنې مرستیال سید مالک حسینی ویلي، چې دا بهیر د ایران د کورنیو چارو وزارت تر چتر لاندې د بهرنیانو د نظم او مدیریت لپاره پیل شوی دی.
د نوموړي په وینا، دا مهال شاوخوا ۴۰۰ زره افغان وګړي په قانوني توګه د ایران په کاري بازار کې کار کوي، خو یوازې ۳۵۰۰ تنه یې له دې کاري کارتونو څخه ګټه اخلي. دا په داسې حال کې ده، چې د غیر رسمي اټکلونو له مخې، له ۶ میلیونو زیات افغانان په ایران کې د کار بازار برخه دي.
حسیني څرګنده کړې، چې تر جون میاشتې پورې نږدې ۵ میلیونه افغانان په ایران کې فعال کاري ځواک بلل کېدل، چې له دې ډلې ۸۷۰ زره کسان بېرته خپل هېواد ته استول شوي دي. د ده په وینا، دا وضعیت د ایران په غیر رسمي کار بازار کې نږدې ۱۸ سلنه کاري ځواک له منځه وړی یا هم کمزوری کړی دی.
































