د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع هیله څرګنده کړې، چې د خپل حکومت او د امریکا له ملاتړ برخمنو کُردي ځواکونو ترمنځ دې د پوځي شخړو مخه ونیول شي.
الشرع د ادلب له لوړپوړو شخصیتونو سره په غونډه کې، چې هلته د دمشق د نوي حکومت ملاتړي ځواکونه مېشت دي، وویل، کُردي مشران تر دې وړاندې د یوې تاریخي هوکړې لپاره تیار ښکاره شوي وو، څو د دوی تر ادارې لاندې سیمې د دولت تر واک لاندې راشي.
نوموړي زیاته کړه، سره له دې چې د خبرو پر مهال د موافقې نښې ښکاره کېږي، خو په عملي ډګر کې برعکس کړنې تر سترګو کېږي.
الشرع ټینګار وکړ، ترکیه او واشنګټن دواړه د سوریې د تېلو بډایه شمال ختیځ د دولت تر چتر لاندې د یوځای کولو هڅې ملاتړ کوي او د دې موضوع د سوله ییز حل غوښتونکي دي.


































