د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان خبرداری ورکړی، چې له پاکستانه د افغان کډوالو جبري اېستنه به د اسلام اباد او کابل ترمنځ اړیکو ته زیان ورسوي.
هغه ، په اسلام اباد کې له یو شمېر ګوندونو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، افغان کډوال باید په جبر نه، بلکې په عزت سره ستانه شي. نوموړي د هغو افغانانو لپاره چې د پاکستان په ګټه دي او هغو چې په پنډغالو کې اوسېږي، د جلا پالیسۍ غوښتنه وکړه.
فضل الرحمان افغان کډوال په څلورو برخو ووېشل:
- هغه کسان چې په تېرو څلوېښت کلونو کې یې پانګونه کړې
- هغه چې لوړې زده کړې یې کړي
- هغه چې اوس مهال پر زده کړو بوخت دي
- او هغه چې په پنډغالو کې ژوند کوي
نوموړي ټینګار وکړ، افغان پانګهوال او لوستې کسان باید ونه اېستل شي، ځکه د ده په وینا، د دوی پانګونې او مالي فعالیتونه د پاکستان اقتصاد ته ګټه رسوي.
پاکستان له دې وړاندې د پياوار کارت لرونکو افغانانو ته چې شمېر یې له یو میلیون زیات ښودل شوی، د روان اګست تر پایه د وتلو مهلت ورکړی. د دې پرېکړې پر وړاندې د ملګرو ملتونو، د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د مدافعو بنسټونو پرلپسې نیوکې شوې، خو اسلام اباد تر اوسه په خپله پرېکړه ولاړ دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، افغانستان د سوریې وروسته دویم هېواد دی چې د پناه غوښتونکو شمېر یې تر شپږ نیم میلیونه اوښتی.

























