د غزې د روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۵۷ فلسطینیان شهیدان شوي دي. د چارواکو په وینا، له دغو کسانو څخه ۳۸ تنه هغه مهال ووژل شول، چې د خوړو د ترلاسه کولو پر مهال د اسراییلي ځواکونو تر بریدونو لاندې راغلل.
د ناصر طبي کمپلکس د معلوماتو له مخې، یوازې په غزې سوېل کې ۲۱ تنه د خوړو اخیستلو پر مهال د ډزو قرباني شوي دي.
بل لور ته، د فلسطین خبري اژانس خبر ورکړی چې په همدې موده کې درې نوي زېږېدلي ماشومان د لوږې له امله مړه شوي دي. تر اوسه په ټوله غزه کې د لوږې له امله ۲۵۱ کسان، چې پکې ۱۰۸ ماشومان هم شامل دي، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د غزې د روغتیا وزارت وايي، له هغه وخته چې د امریکا او اسراییل په مشرۍ د مرستو مرکزونه جوړ شوي، لږ تر لږه ۱,۹۲۴ تنه وژل شوي او له ۱۴,۲۸۸ زیات نور ټپیان شوي دي. ملګرو ملتونو دغه مرکزونه «د مرګ جالونه» بللي دي.






























