د یونان ساحلي ګارډ اعلان کړی چې له جمعې راهیسې یې د ګاودوس او کرېټ ټاپوګانو ته نږدې سلګونه کډوال ژغورلي دي. یوازې د یکشنبې په ورځ تر ۴۳۰ ډېر کډوال د ګاودوس ټاپو ته څېرمه له سمندري خطره وژغورل شول.
په یوه جلا پېښه کې، د اروپايي ټولنې د پولو د کنټرول ادارې (Frontex) د کرېټ ټاپو ته نږدې ۹۶ نور کډوال وژغورل او یاد ټاپو ته یې انتقال کړل.
یوې یوناني رسنۍ هم د یکشنبې په ورځ یوه ویډیو خپره کړه، چې په کې لسګونه کډوال لیدل کېږي، چې د کرېټ ساحل ته تر رسېدو مخکې له کښتۍ اوبو ته ورټوپ وهي.
د کډوالو د تګ راتګ د زیاتوالي له امله، یونان تېره میاشت اعلان وکړ چې د لیبیا سمندري حوزې ته یې دوه جنګي بېړۍ استولي، ترڅو د قاچاقبرو د فعالیتونو مخنیوی وکړي. یوناني چارواکو له لیبیا او اروپایي ټولنې غوښتي چې په دې برخه کې له یونان سره نوره همکاري وکړي.
























