د ترکیې انادولو خبري اژانس نن راپور ورکړی، چې اسراییل له نن سهار راهیسې یو ځل بیا خپل هوايي بریدونه د غزې په بیلابیلو سیمو متمرکز کړي او له امله یې تر دې دمه لږ تر لږه ۴۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دي.
د راپور له مخې، په وژل شویو کې ۳۵ تنه بېځایه شوي کسان هم شامل دي، چې د وروستیو جګړو له کبله له خپلو اصلي مېنو خان یونس سیمې ته کډه شوي وو. دا معلومات د سیمې د روغتیايي سرچینو له قوله ورکړل شوي، خو نور جزییات لا نهدي شریک شوي.
د ایران او اسراییل ترمنځ له وروستي اوربند وروسته، اسراییلي ځواکونو یو ځل بیا د غزې پر بېلابېلو سیمو خپل هوايي بریدونه زیات کړي، چې د پراخو ویجاړو ترڅنګ د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه هم پراخ راپورونه خپرېږي.
سیمهيیز خلک او نړیوالو مرستندویه بنسټونو د ملکي تلفاتو له زیاتوالي ژوره اندېښنه ښودلې، او د نړیوالو غبرګونونو تمه هم شته.






































