د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وايي، اسلاماباد د وروستۍ نښتې پر مهال د هند د شپږو غورځول شویو الوتکو ویډیوګانې ترلاسه کړې دي.
نقوي په پاکستان کې د «هند پر وړاندې د پاکستان د پوځي او ډيپلوماټيکو بریاوو د نړۍوالو اغېزې» تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې وویل، د پاکستان استخباراتي او دفاعي ځواک د هندي ځواکونو په پرتله برلاسی دی.
هغه زیاته کړه، د جګړې پر مهال پرېکړه شوې وه چې تر ساحوي شواهدو له ترلاسه کولو وړاندې به څه اعلان نه کېږي، خو د ده په وینا، ویډیو شواهد په څو دقیقو کې ترلاسه شوي دي.
د کورنیو چارو وزیر د پاکستان استخباراتي ادارې وستایلې او ویې ویل، د نښتې پر مهال د هند هره پرېکړه او هره الوتنه مخکې له مخکې له اسلاماباده څارل کېده.
هند هم د پاکستان د شپږو الوتکو د غورځولو ادعا کړې ده.
یاده شخړه د مې پر اوومه هغه مهال رامنځته شوه، چې د کشمیر په یوه برید کې څو هندي سیلانیان ووژل شول. هند پر پاکستان برید وکړ او اسلاماباد هم ځوابي حملې وکړې، چې په څو ورځنۍ جګړه کې دواړو لورو ته مرګژوبله واوښته.




































