د افغانستان برېښنا شرکت او د ازبیکستان د انرژۍ وزارت اړوند شرکتونو تر منځ د ۲۴۳ میلیونه ډالرو په ارزښت څلور مهم تړونونه لاسلیک شول. دغه تړونونه د برېښنا د لېږد او سب سټېشنونو د جوړولو او پراختیا په برخه کې دي.
د تړونونو له مخې به:
- د سرخان – الوان دښتې تر منځ د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزی د ۱۰۰۰ مېګاواټه ظرفیت لپاره غځېږي.
- د ارغندې سب سټېشن به د ۸۰۰ مېګاولټ امپیر په ظرفیت پراخېږي.
- په ننګرهار کې به د شیخ مصري سب سټېشن جوړېږي.
- د کابل – ننګرهار د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزی به وغځول شي.
د تړونونو د لاسلیک مراسمو ته د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د امارتي شرکتونو لوی ریاست رئیس مولوي احمد جان بلال، د افغانستان برېښنا شرکت مشر ډاکټر عبدالباري عمر او د ازبیکستان د انرژۍ وزیر جورابیک میراز محمدوف په ګډون ګڼ شمېر چارواکي او د رسنیو استازي حاضر وو.ډاکټر عمر دا پروژې د هېواد لپاره حیاتي وبللې او ویې ویل، د باور وړ برېښنا په چمتو کولو سره به سوداګري، صنعت او کرنه وده وکړي. د ازبیکستان د انرژۍ وزیر هم دغه تړونونه د دواړو هېوادونو د ګډو هڅو او همکارۍ پایله وبلله.
سربېره پر دې، د لسو کلونو لپاره د برېښنا د پېرودلو یو بل تړون هم د دواړو لورو تر منځ لاسلیک شو.


















