د پاکستان په سند او خیبرپښتونخوا ایالتونو کې تازه د ګوزڼ دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د روغتیايي چارواکو په وینا، د دغو پېښو په ثبتېدو سره په روان ۲۰۲۵ کال کې د ګوزڼ ټول مثبتې پېښې ۲۱ ته رسېدلي دي.
د پاکستان د روغتیا ملي انسټیټیوت د معلوماتو له مخې، یوازې په خیبرپښتونخوا کې د ګوزڼ ۱۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.




























