د “اېنبيسي” شبکې د راپور له مخې، ایران څو ورځې مخکې د امریکا ولسمشر ته پیغام ورکړی و، چې که پر اټومي تاسیساتو برید وشي، ښايي ایران خپل پټې بریدګروې ډلې یا “سلولونه” د امریکا پر خاوره فعالې کړي.
راپور زیاتوي، چې دا پیغام ډونالډ ټرمپ ته د کاناډا د G7 غونډې له پیله مخکې رسېدلی و. ټرمپ بیا له غونډې وړاندې بېرته امریکا ته ستون شو.
تر دې پیغام وروسته، د شنبې په ماښام امریکايي الوتکو په ایران کې د اټومي تاسیساتو ځینې برخې بمبار کړې.
د امریکا د ولسمشر مرستیال ویلي، حکومت د دغو ګواښونو ارزونه “په پوره ځیرتیا” سره کوي. یوه اروپايي ډیپلوماټ هم ویلي، ایران د امریکا له خاورې ور هاخوا هم د برید وړتیا لري.




























