د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له چین څخه غوښتی، چې د ایران پر حکومت فشار راولي څو د امریکا له خوا د اټومي تاسیساتو تر هوایي بریدونو وروسته، د هرمز تنګي د بندېدو مخه ونیسي.
روبیو ویلي: «زه له چینايي دولت څخه غواړم چې له ایران سره تماس ونیسي، ځکه چې چین د خپلو نفتي اړتیاوو لپاره پر هرمز تنګي ډېر متکي دی.»
بلخوا، د ایران پارلمان د ملي امنیت کمېسیون غړي اسماعیل کوثري ویلي، چې پارلمان د هرمز تنګي د بندېدو پرېکړه کړې او وروستۍ پریکړه به د ملي امنیت عالي شورا کوي.
























