د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مېلیاردر اېلان ماسک له لوري د «امریکا ګوند» په نوم د نوي سیاسي خوځښت د جوړولو پرېکړه «مسخره» بللې او ویلي یې دي، چې دا به د امریکا په سیاست کې ګډوډي رامنځته کړي.
ټرمپ دغه څرګندونې پرون ، له نیو جرسي نه واشنګټن ته د ستنېدو پر مهال وکړې. نوموړي زیاته کړه: «د درېیم ګوند جوړېدل یوه فاجعه ده. زموږ سیاسي نظام پر دوو ګوندونو ولاړ دی.»
اېلان ماسک دا ګوند د ټرمپ د نوې مالیاتي لایحې په مخالفت کې اعلان کړی او ویلي یې دي، چې دا لایحه هېواد د اقتصادي بحران لوري ته بیايي. ماسک ژمنه کړې چې له منځمهالو ټاکنو وړاندې به د کانګرس هغه جمهوريغوښتونکي هدف وګرځوي چې له دې لایحې سره یې ملاتړ کړی.
ټرمپ خبرداری ورکړی، چې د ماسک شرکتونه لکه ټېسلا او اېکسسپس به ښايي له حکومتي مرستو او قراردادونو بېبرخې شي.
ولسمشر همداراز د ناسا د مشرۍ لپاره د ماسک نږدې متحد جیرډ ایزاک مېن نوماندۍ ته هم نیوکه کړې او دا یې د ګټو ټکر بللی. دا نوماندۍ نوموړي لا دمخه بېرته اخیستې، او تر اوسه د نوې بدیل نوماندۍ اعلان نه دی شوی.


























