رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې په قطر کې د حماس او اسرايیل ترمنځ د اوربند په تړاو نامستقیمې خبرې بېپایلې پای ته ورسېدې. فلسطیني سرچینو ویلي، چې د اسرايیل پلاوی د هوکړې لپاره کافي صلاحیت نه لري.
یادې خبرې د یکشنبې په ورځ له سره پیل شوې، خو له څو ساعتونو وروسته بېرته درېدلې. سرچینې زیاتوي، چې د اسرايیل پلاوی یوازې د مشورې په کچه ګډون کړی و، نه د پرېکړې واک درلود.
دا خبرې په داسې حال کې وشوې، چې د اسرايیل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د واشنګټن سفر ته چمتووالی نیوه. نوموړي تر سفر وړاندې ویلي و، چې پلاوي ته یې د خبرو او اوربند لپاره روښانه لارښوونې ورکړې دي.
بلخوا، د شنبې په ماښام سلګونه اسراييلي مظاهرهچیان د تل ابیب په یوه مرکزي څلورلاري کې راټول شوي وو، چې د اوربند او د غزې تړانګې څخه د شاوخوا ۵۰ یرغمل شویو اسرايیلي وګړو د خوشي کېدو غوښتنه یې کوله.




































