د امریکا د مرکزي قومندانۍ (سینټکام) ځواکونو د سوریې د حلب ولایت په الباب ښار کې ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د داعش لوړپوړی مشر ضحیا زوبع مصلح الحرداني او د هغه دوه زامن عبدالله او عبدالرحمن وژل شوي دي.
سینټکام ویلي، یاد درې واړه د داعش فعال غړي وو او د امریکا، متحدو ځواکونو او د نوې سوريایي ادارې لپاره یې جدي ګواښ پېښاوه.
په نښه شوي ځای کې درې ښځې او درې ماشومان هم وو، خو د سینټکام په وینا، هغوی ته هېڅ زیان نه دی رسېدلی.
د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال مایکل کوریلا ویلي، چې د داعش پر ضد به عملیاتو ته دوام ورکوي، او د خپلو متحدینو او سیمهییزو شریکانو په همکارۍ به دغه ګواښ له منځه یوسي.
دغه عملیات داسې مهال ترسره شوي، چې داعش هڅه کوي په سیمه کې خپل فعالیتونه بیا راژوندي کړي، خو د امریکا او ائتلافي ځواکونو له لوري پرې پراخ پوځي او استخباراتي فشار روان دی.























