د تهران د ودانیزو چارو کارګرانو ټولنه وایي، چې د افغان کارګرو ایستل د ساختماني سکتور د کاري ځواک په کمښت بد اغېز کړی، او دا تشه به نه یوازې وخت، بلکې زیات لګښت هم ونیسي.
د دې ټولنې مشر ایرج رهبر ویلي، چې تر نیمایي ډېر ساختماني کارګران افغان کډوال وو، خو له وروستیو شړلو سره دغه سکتور له ستونزو سره مخ دی. نوموړي زیاته کړې، چې د افغان کارګرو له ایستلو وروسته د پروژو تولیدي کچه راټيټه شوې او ځینې کارونه ځنډېدلي دي.
ایرج رهبر وایي، ایرانی کارګران د ټیټ معاش له امله ساده ساختماني کارونه نه مني، په داسې حال کې چې افغان کارګران له بيمې پرته او په کم معاش چمتو وو کار وکړي. د ده په وینا، د یوه ایراني کارګر معاش د یوه افغان کارګر له دوه برابره ډېر دی.
د راپورونو له مخې، ایران سږکال شاوخوا یو میلیون افغان کډوال شړلي، او هممهاله د پولیسو لخوا د ناوړه چلند، زورزیاتي او د مزدورانو د حقوقو نه ورکړې راپورونه هم زیات شوي دي.

























