د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، چې د ولسمشر مسعود پزشکیان سره یو ځای پاکستان ته په رسمي سفر تللی، په اسلاماباد کې یې د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر سره د دوه اړخیزو همکاریو پر پراخېدو ټینګار وکړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دواړو خواوو د اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ، او د سیمهییز ثبات پر لارو چارو خبرې کړې دي. په کتنه کې د متقابلو ګټو پر مهمو برخو د همکارۍ د لا پراخېدو ژمنه هم شوې ده.
ایراني لوري هم په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دا لیدنه د دوه اړخیزو تعاملاتو د پراختیا لپاره مهمه وه، او دواړو خواوو د همکارۍ د نویو امکاناتو ارزونه وکړه.
ولسمشر مسعود پزشکیان، چې دا یې پاکستان ته لومړی رسمي سفر دی، د پنجاب مرکز لاهور ته ورسېد.






























