فلسطیني رسنیو راپور ورکړی چې د غزې په سوېلي ښار خانیونس کې د سرې میاشتې یو روغتیايي مرکز د برید هدف ګرځېدلی دی. د راپورونو له مخې، برید د یاد مرکز په ودانۍ او شاوخوا سیمه کې شوی، چې له امله یې مرګژوبله رامنځته شوې ده.
د پېښې د تلفاتو کره شمېر تر اوسه نهدی اعلان شوی، خو د ژوبل شویو کسانو د انتقال او درملنې هڅې روانې دي. چارواکو ویلي چې د تلفاتو دقیق شمېر به تر بشپړ ارزونې وروسته له رسنیو سره شریک شي.
له دې سره، د العربیه تلویزیوني شبکې د غزې د روغتیايي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییلي ځواکونو لهخوا د غزې پر بېلابېلو سیمو د هوايي بریدونو له امله ۶۲ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
د اسراییلي بریدونو دا لړۍ داسې مهال دوام لري، چې نړیوالې مرستندویې ادارې او بشري حقونو ډلې پر روغتیايي مرکزونو بریدونه د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بولي.
































