زرګونه اسراییلیانو تېره شپه د تلابیب ښار په مرکزي سړکونو کې لاریون وکړ او د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د غزې جګړې د پراختیا پلان یې رد کړ. لاریون کوونکو د جګړې پر ځای د عملیاتو سمدستي پای ته رسولو او د بنديانو د خوشې کولو غوښتنه وکړه.
د رویټرز د راپور له مخې، یوه ورځ وړاندې د نتنیاهو دفتر اعلان کړی و چې امنیتي کابینې پرېکړه کړې چې د غزې ښار ونیسي او په فلسطیني سیمو کې پوځي عملیات پراخ کړي.
دغه پرېکړه د پوځ او ځینو عامو اسراییلیانو له انتقاد او د احتمالي بدو پایلو له خبرداري سره مخ شوې ده.






























