د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، امریکا د نړۍ تر ټولو پیاوړی پوځ او عصري تجهیزات لري، خو په خبره یې ځینې دغه تجهیزات په “احمقانه ډول” افغانستان کې پرېښودل شول.
ټرمپ د کابینې په یوه غونډه کې څرګنده کړه، که څه هم دغه تجهیزات ډېر نه وو، خو لا هم روښانه نه ده چې ولې پرېښودل شول.
تر دې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي و، چې دغه تجهیزات د افغانستان د حکومت شتمنۍ ده او د قانون له مخې د افغانستان خلکو پورې اړه لري.



























