د بریتانیا لومړي وزیر کییر استارمر ویلي، چې هېواد یې د فلسطین د دولت د رسميت پېژندنې لپاره ژمن دی، خو دا ګام به یوازې هغه مهال پورته کړي، کله چې د اسراییل او فلسطین دواړو لپاره دایمي امنیت تضمین شي.
استارمر ټینګار کړی، چې د فلسطین پېژندنه باید د یو پراخ او دوامدار سولې پلان برخه وي، نه یوازې یو سمبولیک اقدام.
دا څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې فرانسه ویلي، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په راتلونکې ناسته کې به د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني.































