د شمالي کوریا مشر، کیم جونګ اون، وایي هېواد به یې «د امریکا خلاف او امپریالستي جګړه کې بریا ترلاسه کړي.» نوموړي دا څرګندونې د کوریا د جګړې او د اوربند د ۷۱مې کلیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې وکړې.
د شمالي کوریا دولتي رسنیو د راپور له مخې، اون د جګړې له موزیم څخه د لیدنې پر مهال ټینګار وکړ چې هېواد به یې ژر پر یوه ځواکمن دولت بدل شي او «د ستر تحول» موخه به ترلاسه کړي.
کیم جونګ اون دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې د پیونګیانګ او واشنګټن ترمنځ اړیکې لا هم ترینګلې پاتې دي، او نړیوالې ټولنې د شمالي کوریا د اټومي وسلو او بالستیک توغندیو د پراختیا له امله اندېښنه ښودلې ده.






















