د ازادو سیالیو افغان اتل کوروش رجبي د پاکستان په لاهور ښار کې خپل سیال بلال حسین ته ماتې ورکړه او د «ای ایف ټي» سازمان اتلولي کمربند یې وګاټه.
دغه سیالۍ نن شپه د لاهور په یوه لوبغالي کې پیل شوه او بالاخره له درېیو ۵ دقیقه يي پړاونو وروسته «کوروش رجبي» د لوبڅارانو په رایو او امتیازونو سره د سیالۍ ګټونکی شو.. دغه مبارزه د «ای ایف ټي» د نهم پړاو مرکزي سیالي وه، چې د دواړو هېوادونو د مینه والو ځانګړې پاملرنه یې ځانته اړولې وه.
د افغانستان د ازادو مبارزاتو لوبغاړو د کوروش رجبي له کمر بند سربېره په ټيمي توګه هم پاکستان په ګونډو کړ.




























