د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د سویلي کوریا له ولسمشر سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې د غزې جګړه باید په نږدې راتلونکې کې پای ته ورسېږي.
ټرمپ هیله څرګنده کړې چې په غزه کې جګړه به د راتلونکو دوو یا دریو اونیو په ترڅ کې په بشپړ ډول پای ته ورسېږي.
نوموړي د اسراییلو له لوري د غزې پر ناصر روغتون برید هم غندلی دی. په دغه برید کې چې څو ورځې وړاندې شوی، شاوخوا شل کسان ـ د پنځو خبریالانو په ګډون ـ وژل شوي دي.
که څه هم په وروستیو کې د نړۍوالې ټولنې له لوري د جګړې د پای ته رسولو هڅې ګړندۍ شوې دي، خو لا هم د اوربند کومه پایله نه ده ترلاسه شوې.




























