د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، ، یو ځل بیا د جو بایډن په مشرۍ د امریکا ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکه کړې ده او د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه د کابل په هوايي ډګر کې خونړۍ چاودنه یې «د امریکا په تاریخ کې تر ټولو د شرم وړ ورځ» بللې ده.
په دې برید کې چې د وتلو پر مهال رامنځته شو، له سل زیات افغان ملکي وګړي او ۱۳ امریکایي سرتېري ووژل شول.
ټرمپ د دې پېښې د څلورم تلین په مراسمو کې، چې د وژل شوو امریکایي سرتېرو د ۳۵ کورنیو له غړو سره ترسره شول، وویل، دا تر ټولو بده ورځ وه او امریکا به اجازه ورنکړي چې داسې څه بیا تکرار شي.»په همدې حال کې، د امریکا ولسمشر جو بایډن هم د یادې پېښې د قربانیانو د درناوي په پار په خپره شوې اعلامیه کې هغه امریکایي سرتېري چې په برید کې وژل شوي، «وطنپالان» بللي دي.




























