د ویجاړوونکو سېلابونو له امله چې په وروستیو کې د امریکا د تګزاس ایالت بېلابېلې سیمې یې زیانمنې کړي، د مړو شمېر لږ تر لږه ۷۸ ته رسېدلی، چې له دې ډلې ۲۸ ماشومان دي.
د تګزاس والي، ګریګ ابوټ، د یکشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې دا مرګوني سېلابونه د ایالت په ګڼو برخو کې سخت تاوانونه اړولي دي. د هغه په وینا، د نورو سیمو څخه هم د لسو کسانو د مړینې راپورونه ورکړل شوي، او ۴۱ تنه لا هم ورک دي.
والي ابوټ زیاتوي: “موږ له فدرالي ادارو سره په همغږۍ کې یو او د ژغورنې عملیات دوام لري. دا یوه تاریخي فاجعه ده.”
د راپورونو له مخې، ډېر شمېر کسان د خپلو کورونو څخه بېځایه شوي او په بېړنیو سرپناوو کې ځای پر ځای شوي دي. د خرابې هوا له امله د ژغورنې عملیات هم له خنډونو سره مخ دي.
د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ، هم اعلان کړی چې پلان لري د سېلاب ځپلو سیمو لیدنه وکړي ترڅو له نږدې د وضعیت ارزونه وکړي او د مرستو چټکتیا یقیني کړي.
چارواکي وايي، د راتلونکو ورځو لپاره هم د باران وړاندوینه شوې، چې ښايي وضعیت لا پسې خراب کړي.
























