د بریکس غړو هېوادونو مشران چې دا اوونۍ یې په ریو دي ژانیرو ښار کې غونډه درلوده، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لهخوا پر وارداتو لګول شوې تعرفې وغندلې او دا یې د نړۍوال اقتصاد لپاره “زیان رسوونکې” وبللې.
او د نړۍوالې سوداګرۍ د سازمان (WTO) له مقرراتو سره په ټکر کې دي.»
د بریکس سازمان، چې غړي یې برازیل، روسیه، هند، چین او سوېلي افریقا دي، د نړۍ له مهمو پرمختللو اقتصادي بلاکونو څخه شمېرل کېږي. دا هېوادونه د نړۍوال اقتصاد د عادلانه جوړښت پیاوړې ملاتړ کوي.
د ټرمپ ادارې له خوا په وروستیو کې د یو شمېر وارداتي توکو پر وارداتو درنې تعرفې وضع شوې دي، چې ادعا یې دا ده چې د امریکا سوداګریز توازن باید وساتل شي. خو د بریکس مشران دا ډول پالیسۍ یو اړخیزې، غیرمنصفانه او د نړۍوالو اصولو خلاف بولي.
دوی خبرداری ورکړی چې دا اقدامات کولی شي د نړۍوالې سوداګرۍ ثبات ته سخت زیان ورسوي.




























