د کورنیو چارو وزارت رهبرۍ په تازه پریکړه کې اعلان کړی چې له دې وروسته به ټول پولیس منسوبین مکلف وي چې د دندې د اجرا پر مهال یوازې هغه یونیفورم وکاروي، چې د اسلامي امارت مشرتابه له لوري منظور شوی دی.
دا پرېکړه د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ د غونډې پر بنسټ، او د اخلیفه سراجالدین حقاني د منظورۍ له مخې شوې ده.
وزارت وایي، دا ګام به نه یوازې د پولیسو ترمنځ همغږي او مسلکي بڼه پیاوړې کړي، بلکې د خلکو لپاره به هم د امنیتي ځواکونو پېژندل اسانه کړي.
یاد یونیفورم به له دې وروسته په ټول هېواد کې د پولیسو د رسمي لباس په توګه نافذ وي، او له ټولو منسوبینو غوښتنه شوې چې دا پرېکړه جدي ونیسي.






























