حماس ویلي، د امریکا له لوري وړاندیز شوې د اوربند طرحه یې په “مثبتې روحیې” سره منلې او چمتو ده چې د هغې د پلي کېدو لپاره خبرې پیل کړي. اسراییلي چارواکو هم منلې چې د حماس ځواب یې ترلاسه کړی او دا مهال یې ارزونه روانه ده.
خو له دې پرمختګ سره سره، د غزې په بېلابېلو برخو کې د اسراییلي پوځ وروستي بریدونه خونړي وو. د جمعې په ماښام ترسره شویو هوایي او توپچي بریدونو کې لږ تر لږه ۷۱ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د روغتیايي سرچینو د معلوماتو له مخې، یوازې ۲۴ کسان هغه مهال ووژل شول چې د بشري مرستو د ترلاسه کولو لپاره یې انتظار کاوه. دغه راز، د ال-صبر ښوونځي ته نږدې، چې د بېځایه شویو خلکو لپاره پناځای ګڼل کېده، درې تنه وژل شوي دي.
























