د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې تمه لري حماس به د غزې د ۶۰ ورځني اوربند د وروستي وړاندیز په اړه خپل موقف د راتلونکو ۲۴ ساعتونو په موده کې روښانه کړي.
ولسمشر ټرمپ دغه طرحه د امریکا له لوري حماس ته “وروستی وړاندیز” بللی او زیاته کړې چې دا د جګړې پای ته رسولو لپاره یوه مهمه موقع ده.
نوموړي وړاندې ویلي وو چې اسراییل د اوربند د وړاندیز منلو ته چمتو شوی، خو اوس د حماس پرېکړې ته انتظار باسي.
ټرمپ ټینګار کړی چې دا طرحه کولای شي د غزې په وضعیت کې لنډمهاله ارامي رامنځته کړي او د اوږدمهاله سولې لپاره لاره هواره کړي.
تمه ده چې د حماس مشرانو د قطر، مصر او نورو منځګړو لوریو له خوا د روانو هڅو په ترڅ کې، ژر تر ژره خپل رسمي دریځ اعلان کړي.






































