ایراني چارواکو اعلان کړی، چې د افغان کډوالو د وتلو لپاره ټاکل شوې موده تر وږي میاشتې (سنبلې) پایه پورې غځول شوې ده. چارواکي وایي، له افغان کډوالو غوښتنه شوې چې تر دې نېټې پورې د دوغارون له لارې خپل وتل بشپړ کړي.
ایراني چارواکو ویلي چې ایران نور د کډوالو د مېلمهپالنې وس نه لري، او افغان کډوال باید ژر تر ژره له ایران څخه ووځي.
دوي ویلي، دا مهال هره ورځ شاوخوا ۲۰ زره افغانان د دوغارون له پولې له ایران څخه بېرته افغانستان ته ستنېږي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د نړیوالو بشري حقونو بنسټونه، د کډوالو ملاتړ کوونکې ادارې او د ملګرو ملتونو اړوند دفترونه د افغان کډوالو د جبري ایستنې، توقیف، سپکاوي او ناوړه چلند په اړه اندېښنه ښيي.
د بشري مرستو بنسټونه ټینګار کوي چې د افغان کډوالو د اساسي حقونو، درناوي او خوندیتوب لپاره باید ژورې او بېطرفه څارنې موجودې وي.
























