د چهارشنبې په ورځ د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د سختو موسمي بارانونو له امله د مرګژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي. یواځې د پنجاب ایالت چارواکي وایي چې په دغه سیمه کې لږترلږه ۴۴ تنه مړه شوي او سلګونه نور ټپیان دي.
له بلې خوا، په بلوچستان ایالت کې هم د بارانونو او اړوندو پېښو له امله لږترلږه ۱۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
چارواکو ویلي، زیاتره تلفات د چتونو لوېدو، برېښنايي شاک، او د سړکونو پر سر د اوبو تېرېدو له امله رامنځته شوي دي.
د هوا پېژندنې ادارو خبرداری ورکړی چې بارانونه به دوام ومومي، او له خلکو غوښتنه شوې چې له بېځایه تګ راتګ ډډه وکړي.





















