کابل – د اسلامي امارت ویاند، ذبیحالله مجاهد، د ملګرو ملتونو د هغه راپور غبرګون کې چې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښيي، ویلي چې دغه راپور ناسم معلومات خپروي او د هېواد اوسنی وضعیت په ناسمه بڼه انځوروي.
مجاهد په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي: “اوس افغانستان کې امنیت تر بل هر وخت ښه شوی او خلک په ارامه فضا کې ژوند کوي.”
دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په خپل درې میاشتني راپور کې د افغانستان امنیتي وضعیت ته اندېښنه وښوده او ځینې ننګونې یې بیان کړې.
اسلامي امارت وایي، نړيوال بنسټونه باید د افغانستان د حالاتو ارزونه د حقایقو پر بنسټ ترسره کړي او د ناسمو معلوماتو له خپرولو ډډه وکړي.






























