د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون اعلان کړی، چې هېواد به یې د ملګرو ملتونو په راتلونکې عمومي غونډه کې د فلسطین د دولت رسمي پېژندنه اعلان کړي. دا پرېکړه، که عملي شي، نو فرانسه به د لوېدیځو ستر هېوادونو له ډلې لومړنی وي چې فلسطین په رسمي ډول د خپلواک دولت په توګه پېژني.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، ولسمشر مکرون دغه اعلان د پنجشنبې په ورځ پر ایکس خپور کړی او همداراز یې د فلسطین د ادارې مشر محمود عباس ته په یو لیک کې د دې پرېکړې رسمي اطلاع ورکړې ده.
نوموړي زیاته کړې، فرانسه له اوږدې مودې راهیسې د “دوه دولتونه” حل ملاتړ کوي او دا اقدام به د فلسطیني ولس د مشروع حقونو په رسمیت پېژندلو کې یو تاریخي ګام وي.
د مکرون دا اعلان په داسې حال کې کېږي، چې په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې، د سولې خبرې ناتمامې پاتې دي او پر اسرائیلو د نړیوالو فشارونو شدت موندلی، په ځانګړې توګه د غزې جګړې له امله.
که څه هم څو اروپايي هېوادونو لکه هسپانیې، آیرلنډ، ناروې او سویډن د فلسطین دولت په رسمي توګه پېژندلی، خو فرانسه به تر ټولو قوي لوېدیځ هېواد وي چې دا ګام پورته کوي، چې دا کار ممکن د نورو غربي متحدینو لپاره هم لار هواره کړي.
د فلسطین د رسمي پېژندنې موضوع له کلونو راهیسې د نړیوالو بحثونو برخه ده، او دا تازه اعلان ممکن د ملګرو ملتونو، اروپايي اتحادیې، او حتی د امریکا پر سیاست هم اغېز وکړي.
تر اوسه د اسرائیلو حکومت د دې پرېکړې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو له تېرې تجربې ښکاري چې دا ډول اعلانونه له سیاسي مخالفت سره مخ کېږي.


























